د ۲۰۲۳ کال د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین، پرون دوشنبه رسما افغانستان کې پیل شو

د ۲۰۲۳ کال د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین، پرون دوشنبه رسما افغانستان کې پیل شو

ټاکل شوې چې د دې کمپاین په ترڅ کې به په هغو ولایتونو کې چې د پولیو ګواښ په کې ډېر دی له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۵،۳ میلیون کوچنیانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

دا کمپاین د پلازمېنې کابل په ګدون شاو خوا  د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې به پر مخ یوړل شي.

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې یوه په پکتیکا او بله په کونړ کې ثب شوې وه.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ناروغي په کې شته ، د ۲۰۲۱ کال د شمېرو له مخې افغانستان کې د پولیو دوې مثبتې پېښې او پاکستان کې ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې له یو انسان څخه بل انسان ته سرایت کوي او ویروس یې ځان عصبي رشتو ته رسوي او د فلجېدو سبب کیږي.