د سالنګ لویه لاره د درنې واورې له امله د لویو موټرو پرمخ تړل شوې ده

د سالنګ لویه لاره د درنې واورې له امله د لویو موټرو پرمخ تړل شوې ده

له پېښو سره د مبارزې د وزارت چارواکو تېره شپه ناوخته رسنیو ته وویل چې په سالنګونو کې یوازې کوچني موټرونه کولای شي تګ راتګ وکړي.

د هوا پېژندنې د یو شمېر نړیوالو ادارو له اټکل سره سم نن به په سالنګونو کې درنه واوره اوري او سبا ته به د  واورې کچه یو څه  راټېټه شي.