د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم ښار کې پرون د ترکیې پر ضد لاریونونه شوي دي

د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم ښار کې پرون د ترکیې پر ضد لاریونونه شوي دي

د لاریون کونکو له خوا د قران کریم د نسخو سوځول د سویډن او ترکیې ترمنځ ترینګلتیا لا ډېره کړې ده.

د راپورونو په اساس د سویډن یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قران نسخې سوځولې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بیان ازادۍ تر نامه لاندې د مسلمانانو په نښه کول او مقدساتو ته سپکاوی کول، د منلو وړ نه دی.

د دوی تر منځ سیاسي اړیکې وروسته له هغه نوري هم خرابې شوې چې په سویډن کې د پي کا کا ګوند پلویانو د رجب طیب اردوغان پر ضد مظاهره وکړه او د هغه جوړه شوې مجسمه یې وځړوله.

سویډن د ناټو په پوځي تړون کې د شاملېدو لپاره د ترکیې ملاتړ ته اړتیا لري، خو د وروستۍ ناخوالو  له امله دا کار ناشونی برېښي.