Archive for Author: sabawoonfm

پر غزې د اسرایل د څه باندې اووه میاشتني برید په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ تنو ته ورسېد

د غزې روغتیا وزارت پرون د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال هم د لږ تر لږه ۸۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د اکټوبر له اوومې په دې جګړه کې د ټپیانو شمېر ۷۹زره ۳۶۶ ته رسېدلی دی. په همدې حال کې د غزې په جنوبي...

Read More

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن یکشنبې هم د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی

د دې وزارت هوا پېژندنې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، د افغانستان په شمال، شمال ختیځ، مرکزي، او شمال غربي ولایتونو کې نن د مې په ۱۹د سختو اورښتونو، تالندۍ، برښنا او د سېلابونو د بهېدلو احتمال شته. په بېلابېلو ساحو کې د اورښتونو اندازه له ۱۵...

Read More

د ا.ا ځواکونو او پاکستاني عسکرو پر ډیورنډ کرښې له څو ورځنیو نښتو وروسته په اوربند موافقه وکړه

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا هوکړه پرون په ډیورنډ کرښه د خرلاچي په سیمه کې د دواړو خواوو چارواکو ترمنځ د یوې جرګې په پایله کې شوې ده. جرګې د هر ډول سوداګرۍ او ترافیکو لپاره د خرلاچي دروازې د پرانیستو وړاندیز هم کړی او ترڅنګ...

Read More

د ماشومانو د ساتنې بنسټ په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې

سېف د چلډرن یا د ماشومانو د ساتنې بنسټ پرون د مې پر(۱۲) خپل ایکس پاڼې کې لیکلي، په افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته ماشومان بې‌کوره شوي، وېرېدلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دغې ادارې په خبره په بغلان ولایت کې د جمعې ورځې سېلابونو ګڼو...

Read More

ازبکستان :د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا له پاکستان سره نښلوي، په ۲۰۲۷ کال کې پای ته رسېږي

ټرینډ نیوز چې د منځنۍ آسیا د روانو چارو خبرونه خپروي پرون د غويي ۱۴مه خبر ورکړ چې د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربېګ جوريیف د تاشکند د پانګونو په دریمه نړیواله ناسته کې چې پرون یې وروستۍ ورځ وه، په دې اړه څرګندونې وکړې. د خبر له...

Read More

په هند کې د افغانستان قونسل جنراله ذکیه وردګ له ۲۵ کیلوګرامه سره زر سره نیول شوې ده

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د هند د استخباراتي چارواکو له قوله نن لیکلي، چې ذکیه وردګ د ۲۵ کیلو ګرامو سره زرو سره چې معادل د ۱۸،۷ کروړه هندي کالدارې کیږي،هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې له دوبۍ څخه هندوستان ته ستنه شي. ورځپاڼه زیاتوي، چې پېښه...

Read More

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین په غزه کې د اوربند هڅې چټکې کړې دي

هغه پرون چهارشنبې اسراییل ته د سفر پر مهال وویل، چې اوس یې وخت رارسېدلی چې په غزه کې اوربند ټینګ او د حماس له خوا اسراییلي یرغمل آزاد شي. دا د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د ښاغلي بلنکین اوم سفر دی....

Read More

اوچا :د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې مو فعالیتونه کم شوي دي

اوچا پرون چهارشنبې پر خپل ایکس پاڼې افغانستان کې د تاوتریخوالې د کمېدو خبره کړې خو په ورته مهال هېواد کې یې د سختو بشري مرستو له اړتیا هم یادونه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې یا اوچا په وینا، د اټکل له مخې...

Read More

روسیې له اوکراین سره د ۵۰ ماشومانو د تبادلې خبر ورکړ

د روسیې د ماشومانو د حقونو کمېشنرې ماریا لووا بیلووا پرون وویل چې د یو تړون له مخې به نهه ویشت ماشومان اوکراین ته وسپارل شي او نولس به روسیې ته واستول شي. لووا بیلوا زیاته کړه چې دا موافقه په دوحه کې له اوکرایني لورې سره د خبرو...

Read More

ا.ا وايي د اړیکو د کمسیون په مرسته یې ۸۳۹ پخواني افغان چارواکي بېرته هېواد ته راوستي دي

د باختر اژانس د راپور له مخې، له افغان شخصیتونو سره د ا.ا د اړیکو کمېسیون پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا په بهر کې له مېشتو افغانانو چې په تېر حکومت کې یې نظامي او ملکي دندې ترسره کړي ، غوښتنه کړې چې په ډاډه...

Read More