Archive for Category: NEWS

ټومیس وېسټ: هر افغان ماشوم د زده‌کړې حق لري

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي ټومیس وېسټ په سمنګان کې د مدرسې دننه پرونۍ چاونه وغندله او ویې ویل، چې هر افغان ماشوم دا حق لري چې له ویرې او ترهې پرته زده‌کړه وکړي. ښاغلي وېسټ تېره شپه په ټویټر کې ولیکل، چې هېواد...

Read More

ا.ا د ‘ازادي راډيو’ او د ‘امريکا غږ اشنا راډيو’ اف ام نشرات افغانستان کې بند کړل

د ا.ا د حکومت چارواکي وايي،چې دغه راډیو ګانې يې د پروګرامونو د محتوا په هکله له خلګو څخه د تر لاسه شویو شکایتونو پر بنسټ بندي کړي دي.  عبدالحق حماد د ا.ا د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس نن پنجشنبې په یوه ټویټ کې...

Read More

روسي ځواکونه د زاپروژیا د اټومي تاسیساتو څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي

د اوکراین د اټومي انرژۍ د دولتي ادارې مشر وايي، روسي ځواکونه ښايي د زاپوروژیا له اټومي تاسیساتو څخه ووځي. پیټرو کاټین پرون (د نومبر ۲۷مه) وویل  ځینې نښې یې لیدلې چې ښایي همداسي وشي. د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې د روسیې دا کار به د اوکراین...

Read More

د کووېډ‌ ۱۹ محدودیتونو له امله په چین کې اوس لاریونونه لویو ښارونو ته غځېدلي‌ دي

لاریون کوونکو د چین له حکومته غوښتې دي چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي له پاره لګول شوي سخت قوانین کې نرمښت راولي. په لاريون کې ګډونوالو د دغه هېواد د مشر شي جين پينګ او واکمن کمونست ګوند پر ضد شعارونه ورکول...

Read More

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لار پیدا کړه

د کرېکټ نړیوالې شورا پرون ناوخته اعلامیه خپره کړه چې، له سرېلانکا سره د افغانستان په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې د پنځه امتیازونو په ګټلو سره د هند په کوربه‌ توب د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه. افغانستان اوس مهال په سوپر لیګ کې اووم...

Read More

د کډوالو عالي کمېشنرۍ جوزجان کې ۵۸۰۰ کسانو ته لمريزه برښنا برابر کړې ده

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په جوزجان ولایت کې یې ۵۸۰۰ کسانو ته د لمریزې برښنا څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې ده. دغې ادارې پرون په ټویټر کې لیکلي، چې د لمریزې برښنا په مرسته به د افغانستان  کلیوالو سیمو کې...

Read More

په هرات ولایت کې د ا.ا له محدودیتونو سره سلګونو ښځو د زعفرانو په سکتور کې په کار پیل کړی دی

د افغانستان زعفران په نړۍ کې د کیفیت له‌مخې په لومړۍ کټګوري کې راځي او هره کیلو افغاني زعفران په نړیوال مارکیټ کې له اته سوه تر زرو ډالرو پورې پلورل کېږي. د زعفرانو په سکتور کې تر ډېره هغه مېرمنې او نجونې کار کوي چې د ا.ا له...

Read More

د لیتوانیا، پولنډ، او بلجیم دفاع وزیران کییف ته تللي دي

د لېتوانیا، پولنډ او بلجیم دفاع وزیران د روسیې پر وړاندې جګړه کې له اوکراین څخه د ملاتړ لپاره کییف ته تللې دي. دا درې هېوادونه د اروپایي ټولنې او د ناټو غړي هم دي. دغو وزیرانو د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په غونډه کې له اوکراین...

Read More

د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان وايي،چې د دې هیواد له ملي او ایالتي اسامبلیو وځي

عمران خان دغه اعلان پرون په راولپنډۍ کې زرګونو پلویانو ته د وینا پر مهال وکړ. ښاغلی خان د روانې میاشتې په پیل کې په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون په عام محضر کې راڅرګند شو. هغه همداراز د اسلام...

Read More

ملګرې ملتونه د افغان ښځو پر وړاندې د ا.ا له چلنده اندېښنه لري

د م.م. سازمان د شنونکو یوې ډلې د افغان ښځو پر وړاندې د ا.ا چلند د بشر ضد جرم بللی دی. دغه سازمان دا څرګندونې پر افغان ښځو د یو لړ بندېزونو تر لګونې ورسته کړي دي. د دغو بندېزونو پر بنسټ افغانې ښځې پارکونو، ورزشي کلپونو، ښوونځیو او...

Read More