ټومیس وېسټ: هر افغان ماشوم د زده‌کړې حق لري

ټومیس وېسټ: هر افغان ماشوم د زده‌کړې حق لري

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي ټومیس وېسټ په سمنګان کې د مدرسې دننه پرونۍ چاونه وغندله او ویې ویل، چې هر افغان ماشوم دا حق لري چې له ویرې او ترهې پرته زده‌کړه وکړي.

ښاغلي وېسټ تېره شپه په ټویټر کې ولیکل، چې هېواد یې په دې چاودنه کې د ماشومانو وژنه محکوموي.

د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق( یونېسف) هم په ټویټر کې لیکلي دي چې پر ماشومانو دغه  برید دوی حیرانه کړي دي.

د سمنګان په مرکز ایبک کې پرون د مدرسې دننه چاودنه وشوه چې د ځینو لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې د تلفاتو شمیر یې نژدې شلو ته رسیږي.