په هرات ولایت کې د ا.ا له محدودیتونو سره سلګونو ښځو د زعفرانو په سکتور کې په کار پیل کړی دی

په هرات ولایت کې د ا.ا له محدودیتونو سره سلګونو ښځو د زعفرانو په سکتور کې په کار پیل کړی دی

د افغانستان زعفران په نړۍ کې د کیفیت له‌مخې په لومړۍ کټګوري کې راځي او هره کیلو افغاني زعفران په نړیوال مارکیټ کې له اته سوه تر زرو ډالرو پورې پلورل کېږي.

د زعفرانو په سکتور کې تر ډېره هغه مېرمنې او نجونې کار کوي چې د ا.ا له راتګ سره له دولتي دندو لیرې کړل شوي دي.

افغانستان کې د ا.ا بیا واک ته له رسېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ‌لري او پر دوی نوي بندیزونه هم لګول شوي دي.

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي،اوس د زعفرانو د ګلانو د راټولولو موسم دی چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.

د دغه رياست د معلوماتو له‌مخې، هغه ښځې او نجونې چې د زعفرانو د تولید په پروژه کې کار کوي، د ورځې ۴۰۰ افغانۍ عاید لري او اوس مهال په زرګونه ښځې او نجونې په دې برخه کې  دندې ترسره کوي.