د کډوالو عالي کمېشنرۍ جوزجان کې ۵۸۰۰ کسانو ته لمريزه برښنا برابر کړې ده

د کډوالو عالي کمېشنرۍ جوزجان کې ۵۸۰۰ کسانو ته لمريزه برښنا برابر کړې ده

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په جوزجان ولایت کې یې ۵۸۰۰ کسانو ته د لمریزې برښنا څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې ده.

دغې ادارې پرون په ټویټر کې لیکلي، چې د لمریزې برښنا په مرسته به د افغانستان  کلیوالو سیمو کې پاکه انرژی تولید شي.

اوس مهال په افغانستان کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې، او خلک وايي چې د ژمې په رارسېدو سره هوا په سړېدو ده او دوې د خپلو کورونو تودولو لپاره کافي امکانات نه ‌لري.