ا.ا د ‘ازادي راډيو’ او د ‘امريکا غږ اشنا راډيو’ اف ام نشرات افغانستان کې بند کړل

ا.ا د ‘ازادي راډيو’ او د ‘امريکا غږ اشنا راډيو’ اف ام نشرات افغانستان کې بند کړل

د ا.ا د حکومت چارواکي وايي،چې دغه راډیو ګانې يې د پروګرامونو د محتوا په هکله له خلګو څخه د تر لاسه شویو شکایتونو پر بنسټ بندي کړي دي.

 عبدالحق حماد د ا.ا د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس نن پنجشنبې په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د افغانستان په دیارلسو ښارونو کې پر اف ام د ازادي راډیو نشرات بند شول.

ازادي راډیو او د امریکا غږ اشنا راډیو په افغانستان کې په لنډو او منځیو څپو سربېره له څو کلونو راهیسې په یو شمېر لویو ښارونو کې پر اف ام هم ۲۴ ساعته خپرونې درلودلې چې په ملیونونو اورېدونکي لرل.

ا.ا تر دې مخکې  په مارچ میاشت کې د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون پر هغو خبرونو بندیز لګولی و، چې د افغانستان له کورني ټلویزیونونو له لارې خپرېدل.

د ازادو رسنیو د مدافعو ټولنو په وینا، افغانستان کې د ا.ا له بیا واکمنېدو سره، پر ازادو رسنیو فشارونه ډېر شوي، ډېری خبریالان ځورول کیږي او یا هم  یا بندیان شوي او د رسنیو ښځینه کارکونکې دندو پرېښېدو ته اړ شوي دي