Archive for Category: NEWS

والسټریټ ژورنال وايي روسيه او ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد پلانونه پر مخ وړي

روسیه او ایران غواړي په ګډه، روسیه کې د ایران تولید شاوخوا شپږ زره، هغه بې ‌پیلوټه الوتکو په جوړلو پیل وکړي چې مسکو په اوس وخت کې ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي. دا خبر پرون یکشنبې امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د متحدو ایالتونو...

Read More

UNHCR د خوست او پکتیا ولایت له زلزله ځپلو سره ژمني مرستې کړي دي

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR وایي، په پکتیا او خوست ولایتونو کې یې د سرطان میاشتې ویجاړونکې زلزله ځپلو ته ګرمې سرپناوې برابر کړي دي. د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د ژمی له پیلېدو مخکې، د خوست په ګیان ولسوالۍ...

Read More

اوچا: افغانستان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره له‌دې چې مرستندویه ادارو تېر۲۰۲۲کال،په افغانستان کې ۲۵،۳ ملیون وګړو ته مرستې رسولي خو اوس هم ډېرو مرستو ته اړتیا شته. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په بې‌ساري توګه د تېر کال له غبرګون سره...

Read More

WHO: هر افغان ماشوم بايد د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسين شي

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي،د پولیو له منځوړلو لپاره مهمه ده چي په افغانستان کې کوچني ماشومان په هره دوره کي واکسین شي. WHO پرون په یوه ټویټرپانه کې ویلي، پولیو یوه وژنکي ناروغي ده خو یوازې هغه مهال دا ناروغې له منځه تللې شي چې له...

Read More

د ا . ا چارواکي: نیمروز کې تېره اوونۍ نږدې ۸۰۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

ویل کیږي دغه افغانان د ورېښمو له لارې افغانستان ته اوښتي دي.  دغو  کډوالو افغانانو سره، د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام له خوا د خوراکي توکو او پیسو مرستې هم شوي دي. د ا. ا له بیا واکمنېدو سره په هیواد کې د اقتصادي ستونزو او بیکاریو...

Read More

پېښور کې د ترهګرۍ پر ضد پراخ لاریونونه شوي

 د نا امنۍ او ترهګرۍ پر ضد دغو لاریونونو کې د سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عامو  خلکو په ګډون زرګونو کسانو ګډون کړی وو لاریون ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور په پولیسو برید وغانده او هغه یې پر...

Read More

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکوي چې له کندهاره دوبۍ ته مخامخ الوتنې پيل شوې دي

دغه وزارت پرون شنبه ناوخته د یو خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د کام ایر شرکت لومړنۍ الوتنه د کندهار له احمدشاه بابا هوایي ډګره ، دوبۍ ته وشوه. سعودي عربستان ته هم له‌دې هوايي ډګره پروازونه روان دي. د ا.ا چارواکو هیله ښودلې چې راتلونکې ته...

Read More

شهباز شریف: د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور ورکولو لپاره سخت شرایط ایښې دي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ وویل چې د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور د ورکړې لپاره له تصوره دباندې سخت شرایط ایښې دي، خو له منلو پرته بله لاره نه شته. شهباز شریف دا خبرې پرون پېښور کې د غونډې پر مهال...

Read More

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د ا.ا له لورې د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول غندلي او د هغه د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کړې ده

د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې سحر فطرت رسنیو ته وویل چې له نږدې یو نیم کال راهیسې د ا.ا له لوري په افغانستان کې مدني اعتراضونه ځپل کېږي. فطرت وايي: ا.ا د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل له نیولو سره چې د ښځو...

Read More

مایکل مک‌کال وايي، له افغانستانه د امریکایي سر تېرو له وتلو سره دې هیواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مک‌کال دا څرګندونې په واشنګټن کې د استازو جرګې ته د افغانستان د پخوانۍ سفیرې رویا رحماني د بلنې په مناسبت کړې دي. د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له‌خوا یوه خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره...

Read More