والسټریټ ژورنال وايي روسيه او ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد پلانونه پر مخ وړي

والسټریټ ژورنال وايي روسيه او ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد پلانونه پر مخ وړي

روسیه او ایران غواړي په ګډه، روسیه کې د ایران تولید شاوخوا شپږ زره، هغه بې ‌پیلوټه الوتکو په جوړلو پیل وکړي چې مسکو په اوس وخت کې ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.

دا خبر پرون یکشنبې امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه متحد چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، د چارواکو له قوله ورکړی دی.

دغو چارواکو ویلي چې مسکو او تهران هڅه کوي چې یوه چټکه بې‌پیلوټه الوتکه تولید کړي چې په ښه توګه د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک چلنج کړي.

تر دې وړاندې واشنګټن تېره میاشت خبرداری ورکړی و چې مسکو او تهران په روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د یوې فابریکې په جوړولو غور کوي.