د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکوي چې له کندهاره دوبۍ ته مخامخ الوتنې پيل شوې دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکوي چې له کندهاره دوبۍ ته مخامخ الوتنې پيل شوې دي

دغه وزارت پرون شنبه ناوخته د یو خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د کام ایر شرکت لومړنۍ الوتنه د کندهار له احمدشاه بابا هوایي ډګره ، دوبۍ ته وشوه.

سعودي عربستان ته هم له‌دې هوايي ډګره پروازونه روان دي.

د ا.ا چارواکو هیله ښودلې چې راتلونکې ته ښايي له کندهاره – ډهلي او چین ته هم دوه اړخیز پروازونه پیل کړي.

دا په داسي حال کې دی چې د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې لا هم افغانستان ته د نړیوالو الوتنو بهیر عادي حالت ته ندی راګرځېدلی.