پېښور کې د ترهګرۍ پر ضد پراخ لاریونونه شوي

پېښور کې د ترهګرۍ پر ضد پراخ لاریونونه شوي

 د نا امنۍ او ترهګرۍ پر ضد دغو لاریونونو کې د سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عامو  خلکو په ګډون زرګونو کسانو ګډون کړی وو

لاریون ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور په پولیسو برید وغانده او هغه یې پر پښتنو باندې یو برید وباله.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو نه پېښور ته راغلي خلک لومړی د پریس کلب مخې ته راټول شول او بیا یې د صوابي اسمبلۍ تر ودانۍ پورې لاریون وکړ.

په خیبر پښتونخوا کې د امن د غوښتولو لپاره دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۴ تنو او  ټپيانو شمېر دوو سوو ته رسیږي، د بريد اکثره قربانیان پوليس دي.