اوچا: افغانستان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري

اوچا: افغانستان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره له‌دې چې مرستندویه ادارو تېر۲۰۲۲کال،په افغانستان کې ۲۵،۳ ملیون وګړو ته مرستې رسولي خو اوس هم ډېرو مرستو ته اړتیا شته.

اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په بې‌ساري توګه د تېر کال له غبرګون سره د سږني ۲۰۲۳ کال لید مبهم او ستونزمن ښکاري او د ناوړه حالت د مخنیوي لپاره عاجل  او یو مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده.

اوچا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د ا.ا له لوري د لګول شوي بندیز له کبله ډېرو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا بشپړ او یاهم تر یو حده محدود کړي دي.