Archive for Category: NEWS

د روسیې له لورې د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن سهار وختي بیا څو هوایي حملې وشوې

پر اوکراین د روسیې د تیرې اونۍ په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه نولس کسان وژل شوي و. د اوکراین د ولسمشر د دفتر ریس اندرې یرموک په خپلې ټلګرام پاڼه کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی دی. د کییف...

Read More

په کابل کې د اتاترک ماشومانو روغتون سره د روغتيا نړيوال سازمان د درملو مرسته کړې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کابل د اتاترک ماشومانو روغتون ته یې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې دارو او درمل برابر کړي دي. (ډبلیو.ایچ.او) پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، دا درمل یې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د صندوق پر مټ دغه روغتون ته رسولي دي....

Read More

د ا.ا د پاسپورټ رياست نوي مشر دنده پيل کړه؛ خو د پاسپورټونو وېش لا نه دی پيل شوی

د ا.ا د پاسپورټونو د ریاست  نوي مشر مولوي عبدالکریم حسیب خپله دنده پيل کړه، خو دا چې د پاسپورت وېش به بیا کله پيلیږي څه ونه ویل. ښاغلی حسیب پرون یکشنبې خپلې دندې ته معرفي شو. د پاسپورت ریاست د تېرې اوونۍ  په اعلامیه کې راغلې وه...

Read More

له ۲۵۰۰ زيات کډوال له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له دوه نیم زرو ډېر افغان کډوال  له ایرانه بېرته خپلو سیموته راستانه  شوي دي. دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د نیمروز ولایت د وریښمو پول له لارې ۲۶۲۸ افغان کډوال...

Read More

نن به د افغانستان په ځینو ولايتونو کې د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شي

ټاکل شوې چې نن د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو  د ناروغۍ ضد واکسين کمپاین پیل شي. یونېسف له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي او د ټول عمر لپاره یې له فلج څخه خوندي کړي....

Read More

د روسیې په یوه پوځي مرکز کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې د روسیې د بلګورود په سیمه کې د پوځي روزنې پر یوه مرکز پرون دو رضا کاره پوځیانو ډزې وکړې چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. د دې وزارت په یوه بیان کې راغلي دي، چې دا...

Read More

د ایران به اوین زندان کې د اورلګېدنې له امله ۸ تنه ټپیان شوي دي

د راپورونو په اساس د اوین زندان په اوومه څانګه کې خلکو بغاوت کړی دی، دا څانګه په دې مشهوره ده چې سیاسي زندانیان په کې ساتل کېږي. په خپاوره شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له دې محبس څخه لوګي او د اور لمبې پورته کېږي، او همداراز د...

Read More

ملګري ملتونه وایي، چې د ژمي تر پایه به د ۱۵ میلیونو افغانانو سره مرستې وکړي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ژمنه کوي چې د ژمي تر پایه به له څه باندې ۱۵ میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې د خوراکي موادو مرستې وکړي. په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي ویاند وحید الله اماني رسنیو ته وویل: ” د یوسل او پنځوس...

Read More

د یوناما مشرې د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا وایي چې یوناما د افغانستان او نړۍ ترمنځ د واټن د راکمولو لپاره د پله حیثیت لري. دا خبرې  روزا اوتونبایوا پرون په کابل کې د ا.ا  د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي...

Read More

ا.ا یو ځل بیا ژمنه کړې چې له شپږم ټولګۍ پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي

دا خبرې د ا.ا ویاند په ترکیې کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته ورسته له هغې وکړې چې واشنګټن تازه د نجونو د ښونځیو د بندېدو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په تور متحدایالتونو ته د ا.ا  د یو شمېر چارواکو پر سفر بندیز ولګاوه....

Read More