په کابل کې د اتاترک ماشومانو روغتون سره د روغتيا نړيوال سازمان د درملو مرسته کړې

په کابل کې د اتاترک ماشومانو روغتون سره د روغتيا نړيوال سازمان د درملو مرسته کړې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کابل د اتاترک ماشومانو روغتون ته یې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې دارو او درمل برابر کړي دي.

(ډبلیو.ایچ.او) پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، دا درمل یې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د صندوق پر مټ دغه روغتون ته رسولي دي.

تر دې وړاندې د عامې روغتیا مسؤلينو او ملګرو ملتونو ویلي چې، افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندواره مېندې له خوارځواکۍ کړیږي.

په دوی کې د شاوخوا یو میلیون ماشومانو خوارځواکي جدي بلل شوې ده.