د ا.ا د پاسپورټ رياست نوي مشر دنده پيل کړه؛ خو د پاسپورټونو وېش لا نه دی پيل شوی

د ا.ا د پاسپورټ رياست نوي مشر دنده پيل کړه؛ خو د پاسپورټونو وېش لا نه دی پيل شوی

 

د ا.ا د پاسپورټونو د ریاست  نوي مشر مولوي عبدالکریم حسیب خپله دنده پيل کړه، خو دا چې د پاسپورت وېش به بیا کله پيلیږي څه ونه ویل.

ښاغلی حسیب پرون یکشنبې خپلې دندې ته معرفي شو.

د پاسپورت ریاست د تېرې اوونۍ  په اعلامیه کې راغلې وه چې د تلې میاشتې له شپاړسمې به تر نامعلومې نېټې پورې د پاسپورت وېش بند وي.

دوی د دغه ځنډ لامل تخنیکي ستونزې وبللې او زیاته یې کړه، چې د پاسپورټ د چاپ او اړوند نور تخنیکي وسایل ترمیم ته اړتیا لري.

د ا.ا د حکومت له پيله د پاسپورت وېش ستونزمن و او خلک یې د اوږد او پېچلي بهیر په اړه تل شکایتونه کوي.