د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د څلورو ملتونو جام په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه درې د صفر پر وړاندې له مالدیپ څخه وګټله.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې درېیمه بریا ده.
افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سینګاپور او په دویمه لوبه کې مالیزیا ته ۳-۱ ماتې ورکړې وې.
د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نومرو په جدول کې افغان لوبډله لومړي مقام لري.
دغه سیالي د فبرورۍ په ۲۵مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه چې د لوبلړۍ درې واړه لوبې افغان لوبډلې وګټلې.
د افغانستان والیبال فدراسیون مسول فهیم صمیم رسنیو ته په یو رالېږلي پیغام کې ویلي چې تر دې وروسته به حذفي پړاو پیل شي.
د صمیم په خبره په حذفي یا ناک اوټ پړاو کې به لومړی مقام له څلورم او دویم مقام به له درېیم سره سیالي کوي او ګټونکي به د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه پایلوبه لوبوي.
افغانستان به په نیمه پایلوبه کې نن ماښام د فبرورۍ ۲۶مه د کابل پر وخت د شپې ۸:۰۰ بجې د سینګاپور پر وړاندې ولوبېږي.