د ایفل برج په اړه څومره پوهیږئ؟

د ایفل برج په اړه څومره پوهیږئ؟

ایفل برج، هغه انځور چې  د فرانسې نوم له اوریدو سره د انسان ذهن ته راځي.

دا وسپنیزه ستنه د پاریس ښار په (شان دو مارس) میدان کې موقعیت لري. دا برج ۳۳۰ متره اوږدوالی لري او د ۱۸ زره او ۳۸ پولادي ټوټو څخه جوړشوی دی.

 د ایفل برج نوم د هغه د جوړونکي له نوم (ګوستاو ایفل) څخه اخیستل شوی دی.

د دې برج د جوړونې چاري په ۱۸۸۷ز کال پیل شوي او په (۱۸۸۹ز) کال پای ته رسېدې.

د ایفل برج ۱۰ زره ټنه وزن لري چې اوه زره او درې سوه ټنه يي پولاد دي.

د ایفل برج له نن نه ۱۳۳ کاله مخکې د فرانسې انقلاب د سلمې کليزې په مناسبت جوړ شوی دی.

ویل کيږي چې دا برج ترجوړیدو وروسته ځیني فرانسوي مشرانو ته د منلو وړ نه وو، خو اوس دا برج د فرانسې هیواد نماد (نښان) په نامه پېژندل کيږي چې په کال کې میلونونه وګړي  يي نندارې ته ځي او د نړۍ له مشهورو ودانیو څخه شمېرل  کيږي .