کینیا کې د ۴ لسیزو تر ټولو سخته وچکالي، د دې هیواد طبعیت ته سخت زیان اړولی دی

کینیا کې د ۴ لسیزو تر ټولو سخته وچکالي، د دې هیواد طبعیت ته سخت زیان اړولی دی

د دې وچکالۍ له کبله د دغه هېواد دویم ستر ملي پارک ‘امبوسیلي’ کې سلګونه ځنګلي ژوي او څاروی لمنځه تللي دي.

 په دغه سېمه کې ټولنیز کارکوونکي وايي،چې هره ورځ پارک کې لسګونه ژوي له لوږې مړه کېږي.

هغوی وایي،چې د دې وضعیت  کتل ورته ډېر خواشینونکي دی.

د کینیا ګرځندوی وزارت تېره اوونۍ،د وروستۍ وچکالۍ له کبله د ډېرو ژوو د مړني خبر ورکړ، خو له دې سختې وچکالۍ سره دغه پارک ته د سیلانیانو د ورتګ لړۍ لا هم دوام لري.

د ختیځې افریقا دغه هېواد د طبیعت مینه والو لپاره د سیل او چکر پام وړ ځای ګڼل کېږي.