کابل کې د امنیتي پېښو دوام؛ دهمزنګ کې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۳ ټپیان دي

کابل کې د امنیتي پېښو دوام؛ دهمزنګ کې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۳ ټپیان دي

.د کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه په یو هوټل کې چاودنې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

.پېښه د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته نږدې دوه نیمې بجې د برښنا شرکت تر څنګ په یوه هوټل کې وشوه

د پېښې عینې شاهدانو  رسنیو  ته وویل چې له چاودنې وروسته يې د مړو جسدونه او ټپیان په خپلو سترګو لیدلي چې د اسلامی امارت .ځواکونو موټرو ته پورته او له سیمې یې انتقال کړل