په روسیه کې تر پرونیو جګړې ضد مظاهرو وروسته له دیارلس سوه ډېر کسان توقیف شوي دي

په روسیه کې تر پرونیو جګړې ضد مظاهرو وروسته له دیارلس سوه ډېر کسان توقیف شوي دي

دغه مظاهرې پرون د روسیې په ۳۸ ښارونو کې وروسته تر دې وشوې چې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین جګړې ته د ریزرف قطعاتو د لېږلو فرمان صادر کړ

مظاهره چیانو  شعارونه ورکول چې ” جګړه نه‌غواړو” او “د ماشومانو لپاره ژوند غواړو”

 .په  دې مظاهرو کې مېرمنې هم شاملې وې

.چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې په دغې مظاهره کې د ګډون له کبله په ۱۵ کاله بند محکومېدای شي