دغه کوچنیانو چې ځینې یې سوځېدلي وو او ځینې یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې د یو کال په ترڅ کې جرمني هېواد کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو.
د جرمني د سولې کلي مرستندویه ټولنه له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.