افغانستان کې د بیړني وضعیت خبردادی ورکړل شو

افغانستان کې د بیړني وضعیت خبردادی ورکړل شو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د بېړني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی

د دغې ادارې  په یوه راپور کې راغلي، چې د روان کال تر نومبر میاشتې پورې به په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د لوږې له .امله په بېړني حالت کې وي

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۹ قحطۍ ځپلو هېوادونو کې بشري مرستو ته اړتیا ده، خو په شپږو هېوادونو افغانستان، ایتوپیا، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن کې بېړنیو بشري مرستو ته ضرورت دی، ترڅو د دې هېوادونو .اوسېدونکي د لوږې له ناورین او له مرګه وژغورل شي

.د ملګرو ملتونو دا اداره وايي، په تېر ژمي کې د افغانستان په لوړو (غرنیو) سیمو کې شل زره کسان له سختې لوږې سره مخامخ شوي وه