وان خوخ: يو داسي رسام چې رسامیاني یې تر مرګ وروسته مشهورې شوې

وان خوخ: يو داسي رسام چې رسامیاني یې تر مرګ وروسته مشهورې شوې

(وینسنټ ویلیم وان خوخ) په ۱۸۵۳ز کال هالنډ کې زیږېدلی او په ۱۸۹۰ز کال د ځان وژني له امله د فرانسې پاریس ښار ته نږدې مړ شو.

دغه هالنډي رسام ترخپل مرګ وروسته ډېر شهرت وموند او رسامیاني يې د هغه تر مرګ ډېر کلونه وروسته وستایل شول.

د وان خوخ انځورګرۍ د شلمې زیږدېزي پیړۍ پر هنرونو خپل ځانګړی اغېز پریښي دی، او دا ډول رسامي د یو ځانکړې سبک بڼه خپله کړې ده.

د وان خوخ د رسامۍ یوه خاصه ځانګېرنه دا ده چې رسامیاني یې په (څپېز)  موجي ډول کښلي دي چې دا ډول ځانکېړنه د نولسمې پېړۍ په بل هیڅ کوم هنري اثر کې نه لیدل کيږي.

وان خوخ له کوچنیوالي د رسامۍ سره مينه درلوده خو د ژوند تر دوهمې لسیزي يې انځورونه نه وه کښلې.

هغه خپل ډېری پېږندل شوي رسامياني د ژوند په دوو وروستيو کلونو کي بشپړې کړي دي، په یوه لسیزه کې یې نږدې ۲۱۰۰ هنري انځورونه کښلي دي، چې تر ټولو مشهوره يې: ځلانده شپه، بې سا پنځ، د غنمو کرونده، لمر ګلۍ، د زیتون ونې، سرو، پټاټې خوړونکي او نور دي.

وان خوخ په یوه متوسطه کورنۍ کې زیږېدلی وو او تر زده کړو وروسته یې لندن او بیا پاریس ښارونو ته سفرونه کړي و.هغه په ځوانۍ کي ډېر مذهبي و او هیله يي دا وه چي کشش شي، خو هغه څه چې دی يې ځانته جذب کړ رسامي وه. وان خوخ په کوچنیوالي له کورنۍ بېل او Boarding School یا لېلې ته(هغه ښوونځی چي زدکوونکي پکي د شپې او ورځې اوسیږي) ولېږدول شو چې د کورنۍ لیرې والی هغه په ژور خفګان اخته کړ.

وان خوخ خپله ځواني د هنري اثارو په پلور تېرول خو هغه څه چې دی ترې ناهيله و، هغه د ده د اثارو نه خرڅلاو او د خلکو بې علاقه توب و. وان خوخ به په خپله ویل: زما د رسمونو قدرکوونکی نسل لا تراوسه ندی راغلی.

او دا رښتیا دي!

وان خوخ په ژوندانه د ډېر خفګان او ناهیلۍ له کبله یو ځل خپل غوږ هم غوڅ کړی و خو په ۱۸۹۰ز کال پاریس ښار ته نږدې د ځان وژنې له امله مړ شو.

وان خوخ نن ځانته ځانګړی هنري سبک لري او په میلونونه علاقه مندان د هغه د رسامۍ ستاینه کوي. د وان خوخ رسامیاني د نړۍ د مختلفو هیوادونو په میوزیمونو کې ساتل کیږي او د ده اثار ځانته ځانګړی میوزیم او ګالري هم لري چي هر رسامي يی په میلونونو ډالر پلورل کیږي.

ژباړه:

فریحه بارکزۍ