هغه باکټریاوي چې ککړه هوا په سون توکو، کالیو او بوتلونو بدلوي:

هغه باکټریاوي چې ککړه هوا په سون توکو، کالیو او بوتلونو بدلوي:

په امریکا کې یو لابراتوار د میلیاردونو باکټریاوو یوه لویه مجوعه تشکیل کړې چې کولای شي د هوا ککړتیا په ایتانول بدل کړي.

په شیکاګو کې د لنزاټک(Lanzatech) په نوم لابراتوار په دې توانېدلې چې د مصنوعي باکټریاوو څخه د هوا د ککړتیا په راکمولو کې کار واخلي. دا باکټریاوي د دې وړتیا لري چې د هوا ککړتیا په ایتانول واړوي او وروسته له دغه ایتانول څخه د پلاسټیکي بوتلونو او کالیو په جوړونه کې او ان د الوتکو د سون توکي به توګه هم کار واخلي.

 دغه باکټریاوي همدارنګه ګل خانه یې ګازونه په سوند موادو بدلوي.

دا لابراتوار د درې چینايي کارخونو سره نوی تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې د دغو کارخونو ککړه هوا به په ایتانول بدلوي.

مایکل کیکي د دغه لابراتوار مشر وايي: د لابراتوار د پرانیستلو پر وخت مې داسي فکر نه کاوه چې یو ورځ به د فولادو د ککړتیا څخه جوړ شوي کالي بازارونو ته عرضه شي.

د لنزاټک لابراتوار تر اوس مهاله پر دې توانېدلې چې کابو۲۰۰زره ټنه کاربن ډای اکسایډ له اتموسفیره حذف او د هغه پر ځای ۱۹۰ میلي لیټره ایتانول تولید کړي.

که څه هم د دې لابراتوار وړتیا د ټولې نړۍ د ککړتیا په پرتله ډېره کمه ده، خو هڅه کوي راتلونکي ته د مرستندویه شرکتونو او کارخونو په مرسته خپله وړتیا لوړه کړي.

دا باکټریاوي د لومړي ځل لپاره د سوی په مدفوع کې ولېدل شول، خو په لابراتوارونو کې بیا دغه کارول شوي باکټریاوي په صحي ډول او کم مصرف سره د صنعتي شرایطو لاندې لابراتوارونو کې جوړ شوي دي.

د لابراتوار سره تړون کوونکي شرکتونه دغه باکټریاوي د وچ پوډر په څېر ترلاسه کوي.

دا باکټریاوي د کاربن ډای اکسایډ، کاربن مونو اکسایډ او هایدروجن د هضمونې وړتیا په درلودلو سره کیدای شي په مختلفو برخو کې وکارول شي.

د Lanzatech)لنزاټک شرکت د دې لپاره چې چمتو شوي ایتانول د الوتکو لپاره په دوامداره سون موادو بدل کړي، د SAF په نامه یو بل نوي شرکت پرانیستي دی.دا ماده د هوايي چارو په صنعت کې مهم او ارزښتناکه ګڼل کیږي، ځکه: ډېرې فعال هوايي شرکتونه د زرغون سون توکو په لټه کې دي. دغه شرکت غواړي راتلونکي کلونو ته هر کال کابو ۳۰۷ میلیارد لیټره له دې مادې څخه تولید کړي.

ژباړه :فریحه بارکزۍ