هغه باکټریاوي چې رغتونونو کې بستري ناروغان تر برید لاندې نیسي

هغه باکټریاوي چې رغتونونو کې بستري ناروغان تر برید لاندې نیسي

څېړونکې وايي داسي باکټریاوي شتون لري چې په روغتونونو کې د ناروغ له بسترېدو سره سم پرې حمله کوي، نو له همدې امله ناروغان باید د بسترېدو سره هم مهاله د جدي پاملرنې لاندې ونیول شي

د واشنګټن د طبي پوهنتون د څېړنو له مخې هر کال کابو۱۰۰ زره خلک د امریکا په متحده ایالتونو کې د عفوني ناروغیو سره مخ کیږي.

مطالعات ښيي چې په احتمالي ډول په دې ناروغیو کې مضر باکټریاوي د ناروغ له بدن څخه د منبعې په توګه کار اخلي او مخکې له دې چې ناروغ پرې پوه شي دغو وږونکو باکټریاوو د هغه بدن کې ځای اخیستي وي.

دا باکټریاوي د سالم کسانو سره کار نلري خو کیدای شي د ژوند لپاره په ګواښ کوونکي عفونتونو باندې بدل شي.څېړونکو پر موږکانو د کانترونو د ازمایلو پر مهال دې ته پام شو چې موږکان پس له ازمایښته د بولي ( ادراري) سیسټم د عفونت سره مخ شوي دي.

د یو شمېر نورو ازمایښتونو وروسته جوته شوه چې اسینتو باکتریاوي د دې عفونت لامل دي.

اسینتو باکتریاوي کولی شي ادراري، ریوي او یو شمېر نور عفونتونه رامنځته کړي.

دا باکټریاوي یو ډول فرصت طلبه یا تراتوژن ( آسیب زېږونکي) ګڼل کیږي چې د بدن د معافیت د ټېټېدو سبب کرځي.

که څه هم د دې باکټریاوو طبیعي هستوګنځۍ جوته نده خو په خاوریزو او د اوبو په چاپیریال کې پیداکيږي.

څېړونکي وایي هغه ناروغان چې د جراحۍ او عملیاتو لاندې تلونکي دي، باید د دې باکټریاوو څخه لیرې وساتل شي ځکه د روغتونونو د دواپاشي سربېره هم د دې باکټریاوو د اخته کېدو مخنیوی نشي کیدی.

ژباړه:

فریحه بارکزۍ