ملګري ملتونونو ۱۷۰۰ کسانو ته په دایکندي ولایت کې کاري فرصتونه برابر کړي دي

ملګري ملتونونو ۱۷۰۰ کسانو ته په دایکندي ولایت کې کاري فرصتونه برابر کړي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، په دایکندي ولایت کې ۱۷۰۰ کسان يې د سړکونو د ترمیم او د بیا رغونې چارې پرمخ وړلو لپاره پر کارونو ګومارلي چې د کار په بدل کې به ورته پیسې ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دایکندي ولایت چې سږکال سېلابونو سخت ویجاړ کړی، او اوس پکښې د سختو واورې اورېدنې اټکلونه شوي، د دغو کسانو ګومارنه به له دولس زره کورنیو سره مرسته وکړي چې د اوږد ژمي څخه روغ ووځي.