لومړنی زده کوونکی رباټ:

لومړنی زده کوونکی رباټ:

په درسي بهیر او ټولګیو کې د ناروغو او ناسوبو زده کوونکو نښتون، جاپاني پوهان دې ته وهڅول تر څو د Ori Hime په نوم رباټ جوړ او د زده کوونکو مجازي حضور درسي ټولګیو کې ممکن کړي.

د دغه رباټ باندنۍ (ظاهري) بڼه د دوو رباټیکو لاسونو، او یو سر په درلودلو سره په داسي ډول طراحي شوی چې یوه کوچنکه کامره یې په منځنۍ برخه کې ځای پر ځای شوې ده.

هغه خلک چې د دې رباټ څخه کار اخلي، کولای شي رباټ د ټابليټ په ذریعه د لیرې ځای څخه کنټرول کړي.

د کامرې سربېره دا رباټ د دوو سپېکرونو درلودونکی هم دی چې په آسانۍ سره د زده کوونکي او ښوونکي یا زده کوونکي او ټولګیوالو ترمنځ اړیکه ټینګوي.

په مختلفو زاویو د سر څرخول او د ساده عاطفې حالتونو بیانول د Ori Hime رباټ د ځانګېړنو څخه یو دی.

کارا سودو د دې رباټ د لومړني کاراخیستونکي په توګه د Ori Hime  رباټ کارونه یوه بریالۍ تجربه کڼې.

ژباړه:

فریحه بارکزۍ