د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په جوزجان ولایت کې یې ۵۸۰۰ کسانو ته د لمریزې برښنا څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې ده.
دغې ادارې پرون په ټویټر کې لیکلي، چې د لمریزې برښنا په مرسته به د افغانستان کلیوالو سیمو کې پاکه انرژی تولید شي.
اوس مهال په افغانستان کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې، او خلک وايي چې د ژمې په رارسېدو سره هوا په سړېدو ده او دوې د خپلو کورونو تودولو لپاره کافي امکانات نه لري.