د کورنیو چارو وزارت خوست کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د قاچاق په تور ۳ کسان نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت خوست کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د قاچاق په تور ۳ کسان نیولي دي

د دې وزارت په ټوېټر پاڼه کې راغلې چې د یاد وزارت منسوبینو دغه درې تنه د کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

چارواکو ویلي دوی غوښتل یوه بې پیلوټه الوتکه چې د پخواني حکومت له یوه کانټینره یې ښکته کړې او له ځان سره ساتلې وه، یوه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړي او پر دونیم لکه امریکایي ډالرو یې وپلوري.

د جمهورت تر راپرځېدو وروسته د تېر حکومت د وسله والو ځواکونو په لسګونه الوتکې د ا.ا  له واکمنېدو سره سم ګاونډي هېوادونو ته لېږدول شوي چې ډېرې یې تراوسه بېرته افغانستان ته نه دي سپارل شوي.