د کندهار په عینو مېنه کې د زیربنايي پروژو چارې بیا پیلېږي

د کندهار په عینو مېنه کې د زیربنايي پروژو چارې بیا پیلېږي

د دغو پروژو کار وروسته له هغه پیلیږي، چې دوه ورځې مخکې د عینو مېني د دوو شریکانو، محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي ترمنځ اوږدمهاله دعوا د سوداګرو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

 د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې چې  د عدلې وزیر او د غصب د مخنیوي د کمېسیون مشر شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي، د عینو مېنې شریکانو او د کندهار والي پکښې حضور درلود، پرېکړه وشوه چې د دې خصوصي پروژې بنسټیزې چارې دې د سیمې د اوسېدونکو له غوښتنې سره سم، ژر پیل شي.

د عینو مېنې د ښارګوټي پراختیایي او د رغونې چارې د اړوندې، افکو کمپنۍ د دوو شریکانو ترمنځ د ونډې پر سر د اختلافاتو له امله له تېرو څلورو کلونو راهیسې په ټپه دریدلې وې