د ژورو ټپونو او زخمونو، د کتنې او نظارت لپاره ځیرکه بخۍ:

د ژورو ټپونو او زخمونو، د کتنې او نظارت لپاره ځیرکه بخۍ:

څېړونکي به په راتلونکي کې د هغو ژورو ټپونو د نظارت لپاره چي د جراحي او عملیاتونو وروسته منځته راځي د ځیرک بخیو څخه کار واخلي. هغوی په دې توانیدلې چې داسي ځیرکې بخۍ جوړي کړي چي دنده یې د ژورو زخمونو څارنه وي. د دې څارنې او نظارت موخه د زخمونو د عفونت او مکروبي کېدلو، د زخمونو د خلاصېدلو او بل هرې هغې ستونزې مخنیوی وي چې یو ټپ د  جوړېدلو او روغتیا موندلو په پروسه کي ورسره مخامخ کېدلی شي.

اوسمهال ژور ټپونه یوازې د کلینیکي کتنې له لارې څېړل کیږي او که ډېر ژور وي د راډیولوژي له لارې کتل کیږي. البته ځینې الکټرونیکي حس کوونکي سیستمونه هم شتون لري چې د بدن دننه د نظارت لپاره کارول کیږي، خو دا حس کوونکي سیسټمونه نشي کولی د زخم او ټپ داخلي برخه حس کړي تر څو معلومات حاصل شي. جان هو او د سینګاپور د ملي پوهنتون یو شمېر نورو څېړونکو د سنګاپور د سلامتیا او اختراعاتو د د مؤسسې د یو شمېر څېړونکو سره په ګډه ځیرکې بخۍ یا کوکونه رامنځته کړي چې کولای شي په بې سیم ډول د ژورو زخمونو څخه معلومات راټول او ولېږدوي. په بخيو کې نښلول شوي الکټرونیکي حس کوونکي د زخم د یو ځای کېدو او د ټپ د اوبدل کېدو او خوځښت معلومات څېړي. دا بخۍ د نورو عادي طبي بخیو په څېر د زخم د ښه کېدو سبب هم ګرځي. په ځيرکو بخیو کې یو سیګنال لېږدونکی پلېمر د ورېښمیني بخۍ یا تار پر سر ځای په ځای شوی دی تر څو د دې بې سیم سیسټم سیګنالونه ولېږدوي، او پرته له بیټریو الکترونیکي حس کوونکی د یوه بې سیم لوستونکی ) reader ) سره یوځای په سیسټم کي نښلول شوی دی تر څو د بدن څخه بهر استعمال شي. د دې بخېو د مهمو ګټو څخه یوه دا دی چې د بخۍ په کارولو سره د جراحۍ په معمول طریقې کې کوم بدلون نه رامنځته کیږي. د بخی وهلو( ګنډلو) پر مهال د بخۍ عایقه برخه د الکټرونیکي سیسټم سره پر پوستکي رغول یا ګنډل کېږي، او وروسته د طبي سیلیکان په مرسته خوندي کیږي. د بهرنې برخې لوستونکی ( reader ) سیسټم په مرسته د سیګنالونو لېږد راپيلیږي چې په سیګنالونو کې بدلون په زخم کې د عارضې د رامنځته کېدو په معنی ده.

ژباړه:

فریحه بارکزۍ