د ډنمارک پولیسو هغه ۲۴ کلن افغان نیولی چې پر یوې ۳۷ کلنې مېندوارې افغانې ښځې یې د چړې بریدونه کړي و

د ډنمارک پولیسو هغه ۲۴ کلن افغان نیولی چې پر یوې ۳۷ کلنې مېندوارې افغانې ښځې یې د چړې بریدونه کړي و

د جرمني د ‘ډي پي اې خبري اژانس په حواله،دغه تورن کس د دوشنبې په سهارنیول شوی دی.

په راپور کې راغلي چې تورن کس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی او نن سې شنبه به محکمه په هکله یې پرېکړه وکړي.

د راپور له مخې، پر دغې مېرمنې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کوپنهاګن په لوېدیځ کې د چړې ګوزارونه شوي او روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

.د قاتل او مقتول نومونه نه دي په ډاکه شوي او تر دې مهاله د پېښې لامل هم روښانه نه دی