د پوهنې وزارت لپاره نوی سرپرست وزير ټاکل شوی دی

د پوهنې وزارت لپاره نوی سرپرست وزير ټاکل شوی دی

ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کي ویلي دي چي ، د پوهنې سرپرست مولوي نور الله منیر د مرکزي دارالافتا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی اود کندهار د عالمانو شورا پخوانی مشرمولوي حبیب الله اغا د پوهنې وزارت د نوي سرپرست په توګه ګمارل شوی دی

د اسلامي امارت د پوهنې پخوانی سرپرست مولوي نور الله منیر د انجونو د تعلیم په باب وخت نا وخت داسې څرګندونې کولې چې ډېر بحثونه یې پارول.

ښاغلي مجاهد پرون په یوه اعلامیه کي د نورو کسانو د تبدیلۍ خبر هم ورکړی دی