د پاکستان پوځ وايي چې په جنوب لويدیځ سیمه کې پنځه سخت دریځي وژل شوي دي

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوب لويدیځ سیمه کې پنځه سخت دریځي وژل شوي دي

پاکستاني چارواکو ادعا کړې ده،چې د دې هېواد په جنوب لویدیځه سیمه کې د پولیسو او سخت دریځو ترمنځ په ډزو کې پنځه سخت دریځي وژل شوي دي.

د پاکستان د ترویزم په وړاندې د مبارزې پولیسو پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، دا پېښه د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو د هغو سخت دریځو په وړاندې عملیات ترسره کول.

په دغه حمله کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې له سخت دریځو وسله‌والو سره په ډزو کې د امنیتي ځواکونو څلورغړي ټپیان شوي دي.