د وان خوخ رسامي

د وان خوخ رسامي

دا رسامۍ به مو حتما لیدلي وي؟

د دې رسامۍ کښونکی (ونسن ون ګوګ) يا (وینسنټ ویلیم وان خوخ) نومیږي.

نوموړی په ۱۸۵۳ز کال په هالنډ کې زیږېدلی او په ۱۸۹۰ز کال د ځان وژني له امله د فرانسې پاریس ښار ته نږدې مړ شوی دی.

دغه هالنډي رسام ترخپل مرګ وروسته ډېر شهرت وموند او رسامیاني يي د هغه ترمرګ ډېر کلونه وروسته وستایل شوې.

د وان خوخ انځورګرۍ د شلمې زیږدېزي پیړۍ پر هنرونو خپل ځانګړې اغېز پریښي دی، او دا ډول رسامي د یو ځانکړې سبک بڼه خپله کړې ده.

د وان خوخ د رسامۍ یوه خاصه ځانګېرنه دا ده چې رسامیاني یي په (څپېز)  موجي ډول کښلي دي چې دا ډول ځانکېړنه د نولسمې پېړۍ په بل هیڅ کوم هنري اثر کې نه لیدل کيږي.

وان خوخ له کوچنیوالي د رسامۍ سره مينه لرل خو د ژوند تر دوهمې لسیزي يي انځورونه ونکښل.

هغه خپل ډېری پېږندل شوي رسامياني د ژوند په دوو وروستي کلونو کي بشپړ کړي دي، په یوه لسیزه کي یې نږدې ۲۱۰۰ هنري انځورونه وکښل، خو تر ټولو مشهور يې: ځلانده شپه، بې سا پنځ، د غنمو کرونده، لمر ګلی، د زیتون ونې، سرو، پټاټې خوړونکي او نور دي.

وان خوخ په یوه متوسطه کورنۍ کي زیږېدلی دی او تر زده کړي وروسته لندن او بیا پاریس ښار ته يي سفرونه کړي دي.هغه په ځوانۍ کي ډېر مذهبي و او هیله يي دا وه چي کشش شي، خو هغه څه چي دی يي ځانته جذب کړ رسامي وه. وان خوخ په کوچنیوالي له کورنۍ بېل او Boarding School (هغه ښوونځی چي زدکوونکي پکي د شپې او ورځي اوښیږي)

 ته واستول شو. د کورنۍ لیري والی هغه په ژور خفګان اخته کړ.

وان خوخ خپله ځواني د هنري اثارو په پلور تېرول خو هغه څه چي دی ترې ناهيله وو، هغه د ده د اثارو نه خرڅلاو او د خلکو بې علاقه توب و.  وان خوخ به په خپله ویل: زما د رسمونو قدرکوونکی نسل لا تراوسه ندی راغلی.

او دا رښتیا دي .

وان خوخ په ژوندانه د ډېر خفګان او ناهیلۍ له کبله یو ځل خپل غوږ هم غوڅ کړی و خو په ۱۸۹۰ز کال پاریس ښار ته نږدې د ځان وژنې له امله مړ شو.

وان خوخ نن ځانته ځانګړی هنري سبک لري او په میلونونه علاقه مندان د هغه د رسامۍ ستاینه کوي. د وان خوخ رسامیاني د نړۍ د مختلفو هیوادونو په میوزیمونو کي ساتل کیږي او د ده اثار ځانته ځانګړي میوزیم او ګالري هم لري چي هر رسامي يی په میلونونه ډالره پلورل کیږي.