د موډ په صنعت کې د رنګونو اروا پوهنه:

د موډ په صنعت کې د رنګونو اروا پوهنه:

ژباړه: فریحه بارکزۍ

انسان په محض د دې چې نړۍ ته راشي د رنګ د اروا پوهنې سره آشنا کیږي لکه: نوې ماشومې ته کم رنګه ګلابي او ماشوم هلک ته کم رنګه شین (آسماني) رنګونو جامې او تزئیني شیانو اخیستل او حتی نن سبا پر انسټا ګرام او نورو خواله رسنیو داسي ویډیوګانې خپرېږي چې خلک د خپل نوي پیدا شوي کوچنیانو جنسیت د رنګ په مرسته ښیي، بیا تېروتنه نه ده که وویل شي د رنګ ارواپوهنه د انسان د زېږدنې یا نړۍ ته د راتللو دمخه د انسان په ژوندانه کې شتون لري. رنګونه سربېره په دې چي د موډ په ساحه کې خپل تاثیر لري د انسانانو په ژوند کې هم یو پیاوړی ږغ لري. احساسات کولی شي د رنګ د غوره کولو پر مهال پر انسان پیاوړي شي او همداسي د کالو رنګونه احساساتو ته بدلون ورکولی شي. د یوې سروې پر اساس ۸۶ سلنه پېرېدونکي په دې باور دي چې د محصولاتو د را نیولو پر مهال رنګ اساسي عامل دی چې پېرېدونکي یې پر بنسټ رانیول کوي او یوازي ۹۲ ثانیې وخت نیسي چې یو محصول انسان ته تصور ورپیدا کړي. که څوک غواړي چې خپل خوی او خلق بدل کړي یا یو خاص پیغام ولېږي رنګ په دې برخه کي خپل تاثیر لرلی شي. د ښځینه توب او نارینه توب نه رانیولي بیا تر احساساتو پوري رنګ خپله اغیزه لري. د څېړنو له مخې د کالو یا جامو رنګ کولی شي د انسان وضعیت او د هوښیارۍ کچه نورو ته وروښيي. هر کال د موډ د صنعت وړاندوینه کوونکي او با صلاحیته ماهرین یو رنګ د کال د رنګ په نوم غوره کوي چې سږ کال (۲۰۲۳) ګلابي د کال رنګ اعلان شو.

 د رنګ د تاثیر پر انسانو په بېلابېلو سروېګانو کې جوته شوې چې رنګ د انسان پر روان، احساساتو، حالت او فکر اغېره لري، د بېلګې په ډول تور رنګ ته کلاسي رنګ وايي، د یوې سروې له مخې چې په زر ګونو کسانو پکې برخه اخیستې وه ډېریو خلکو تور رنګ د هوښیاري، ظرافت، او په ځان باور لپاره غوره کړی و. حتی که تاسو پام نه وي کړي خو تر شا یي دلیل شته چې د سره رنګ جامې په ښادیو کې او شین جاکټ د ژمي په موسم کې غوره انتخاب ګڼل کیږي. د رنګ ارواپوهنه د بېلابېلو عواملو لکه جنسیت، سن او فرهنګ لخوا کنټرولیږي. د رنګ ارواپوهنه په بازار موندنې کې کارول کیږي تر څو د پېرېدونکو د کالو او محصولاتو پر درک او پوهنې اغیزه ولري. او همداسي د برنډونو لپاره د بېلابېلو شخصیتونو د ځانګړتیاو د لېږد په برخه کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. د ویکټوریا سیکرټ د جذابه ګلابي رنګ رانیولي د ډیور تر کلاسیک تور رنګ پورې هر رنګ ځان ته ځانګړی اصالت او معنی لري. د ځینو رنګونو اروایي اړخونه په لاندې ډول دي:

۱- تور رنګ: تور رنګ د زرق او برق رنګ دی. د تور رنګ جذابیت د هغه په متناقضه ماهیت پورې تړلی دی. ځکه دا رنګ کولی شي په یو وخت کې بې رنګه او هر رنګه واوسي یا د یوې خوا بې رنګه خو په عین وخت کې د رنګ نه ډک ماهیت لري. دا خاصیت د دې رنګ د مرموزیت سبب دی او تل به د موډ او فېشن په صنعت کې پاته شي. د تور کیفیتونه دا دي: په عین وخت کې د کار کولو خاصیت او پرته له معنی صلاحیت ښیي. مثبت ټیکي یې: امنیت، پېچلې ځانګړتیا، عاطفي امنیت او د کار وړ خاصیت خو منفي ټیکي یې: ظلم، تهدید، سوړوالی، بوج او دروندوالی.

د تور رنګ بې معنی قابلیت دا رنګ رسمي جلساتو لپاره د بالقوې کار فرمائي په رنګ بدل کړی دی. د ارواپوهنې له مخې د تور رنګ ځانګړتیاوي پیاوړي دي او هره انرژي چې د انسان خوا ته راځي جذبوي یې. تور رنګ په ځانګړي ډول د رڼا نشتون دی او پر هغو کسانو چې د تیارې ویره لري ډېر دروند  تمامیدلی شي. د څېړنو په اساس تور رنګ د جدیت، ځواک، اعتبار او هوښیارۍ د ښکاره کولو لپاره استعمالیږي. هغه کسان چې تور رنګ ډېر استعمالوي حساس، ځواک او قدرت غوښتونکي دي. اکثر تور رنګ د غم او ضرر لیدلو پر مهال اغوستل کیږي، تر څو د ذهن او فکر د ساتني حس رامنځته کړي. خو په صحي لحاظه باید وویل شي تور رنګ د لمر د UV د جذب کولو د لوړ قابلیت له امله غوره نه ګڼل کیږي او صحت ته مضر تمامیدلی شي.

۲- نصواري یا قهوه ای رنګ: قهوه ای رنګ حمایت کوونکی دی. اکثر قهوه ای رنګ ته د موډ د رنګ په سترګه نه لیدل کیږي یا د موډ رنګ نه دی، دا رنګ د موډ په صنعت کې لږ کارول کیږي خو د موډ وروستي ټرینډونه او تګلاري یې ډېر کاروي. قهوه ای رنګ د ثبات او ځواک احساس رامنځته کوي. د قهوه ای رنګ کیفیت دا دی چي قدرت او ثبات ښيي. مثبت ټیکي یې دا دي چې خاورینوالی، تود والی، او جدیت ښيي او منفي ټیکي یې د پېچلتیا او شوخ طبعی نشتون دی. نصواري یا قهوه ای رنګ د ځمکې او طبیعي پادشاهۍ سره اړیکه لري. دا رنګ د حمایه کوونکی او مرستندویه رنګ په توګه په پام کې نیول کیږي او د اطمینان، ثبات او قدرت قابلیت لري. هغه کسان چې دا رنګ ډېر استعمالوي محافظه کاره او ښاغلي دي چې په خپل ژوند کې د آرامتیا او ثبات په لټه کې وي.

۳- شین یا نیلي رنګ: نیلي رنګ روشنفکري یا روڼ آندي ده. د شنه رنګ په شتون کې بدن آرام بخښونکي کیمیاوي مواد  ترشح کوي. شین رنګ وفاداري او تمرکز تحریکوي ځکه اکثر لوبغاړو ته دا رنګ د لوبې پر مهال غوره کیږي. د شنه رنګ کیفیتونه دا دي: صبر، د باور وړ، پیاوړتیا، آرامتیا او هوښیاري. مثبت ټیکي یې د اعتماد او اطمینان وړ، دنده، آرام طبیعت، آرامتیا، اړیکه، خو منفي ټکي یې د احساساتو نشتون دی. نیلي یا شین رنګ د ذهن آرامتیا رامنځته کوي او پر ذهن تاثیر لري. یاد رنګ یوه شفافه او صافه اړیکه رامنځته کوي خو د بې احساسي او سوړوالي مانا هم ورکوي. د مصاحبو، ناستو او وینا کولو پر مهال پر شین رنګ سمبالتیا د باور او اطمینان معنی ورکوي او غوره رنګ بلل کیږي.

۴-فولادي: فولادي ته د ملایمتیا رنګ وايي. موډ تل تور او سپین رنګونه نه وي کله کله د فولادي بېلابېل ډولونه هم د موډ پراخه برخه جوړوي. فولادي داسي یوه سایه ده چې د تور د افراط او د سپین د تفریط په منځ کې یوې متوسطې لارې او ترکیب څخه جوړ دی. د آرامتیا، پياوړتیا او عقل کیفیتونه لري. مثبت ټکې یې دا دي چې اروائي برابري رامنځته کوي خو منفي ټیکي یې د انرژي او په ځان باور نشتون او د بد بختي پیغامونه لېږدول دي. د موډ په صنعت کې فولادي رنګ معمولاً یوازې نه کارول کیږي ځکه د حد نه ډېر فولادي په ځان نه باور ښيي. او د دې رنګ ډېر استعمال د مخامخ کېدو او وړاندې کېدو نه ډار ښيي. بیا هم دا رنګ د پامه ځکه نه غور ځول کیږي چې د آرامتیا او بلوغ رنګ دی. اکثر د فېشن بلاګونه او سایټونه د فولادي رنګ ډېر څه وړاندي کوي ځکه دا رنګ د موډ او فېشن په نړۍ کې پاته شوی دی. رسمي کالي ډېری وختونه په فولادي رنګ کې غوره ګڼل کیږي ځکه انسان هوښیاره ښيي او اضطراب له منځه وړي.

۵- کم رنګه بانجاڼي: دا رنګ ته روحاني رنګ هم ویل کیږي. دا رنګ معنوي ځانګړتیاوي لري ځکه ژور تفکر او پاملرنه هڅوي. کم رنګه بانجاني د تر ټولو لنډي څپې جوړ شوی دی. د دې رنګ معنوي ځانګړتیاوي بانجاڼي رنګ په مجلل او سلطنتي رنګ بدل کړی دی. کیفیتوته یې دا دي: سلطنتي، ظرافت، معنویت، عجیب او غریب، او مثبت ټیکي یې دا دي: د معنویت پوهه ډېروي، د ځان سره اړیکه ساتل، زغم او اصالت، خو انقیاد او غاړه ایښودل، شرمساري، انحطاط او له مینځه وړل او سپکول یې منفي ټيکي دي. کم رنګه بانجاڼې هغه رنګ دی چې د انسان اړیکه د خپل ځان د پیاوړي او غوره ډول او ورژن سره ټینګوي. دا رنګ معنوي پیاوړتیا ښيي او درونګرا او د نفسیاتو سره تړلی رنګ دی او هغه کسان چې دا رنګ ډېر اغوندي حساس او احساساتی خلک دي خو په عین حال کې د شور او شادیو ډک د بانجاڼې رنګ مینوال دي.

۶- ژړ: ژړ رنګ احساس بخښونکی رنګ دی. ژړ رنګ د سروټین د ترشح سبب ګرځي ځکه دا رنګ د خوش بیني لپاره لمانځل کیږی. ژړ رنګ اکثر خوشالي او خندا له ځانه سره لري لکه د ژړ رنګ بې شمېره ایموجیان چې جوړ شوي دي.

خوشبیني، انرژي ، انګیزه، مثبت فکر، هیله او خلاقیت د ژړ رنګ کیفیتونه دي. دوستي او ځواک یې د مثبت اړخونو نه دي خو عاطفي کمزورتیا او وېره یې منفي اړخونه دي. د ارواپوهانو له نظره ژړ رنګ تر ټولو فعال رنګ بلل کیږي او د موډ تر ټولو ډېر ټرینډونه په ژړ رنګ کې دي ځکه چې روحیه پیاوړې کوي. د موډ او ډیزاین کارپوهان په دې اند دي چې د ژړ رنګ ډېر اغوستل یا ناسم ژړ انتخابول په ځان باور کموي. ژړ رنګ، پاملرنه او تمرکز ځان ته اړولی شي نو ځکه د تبلیغاتي سایټونو او د سړک پر سیګنالونو دا رنګ ډېر کارول کیږي. ژړ رنګ اکثر د فعال او خلاق کسانو لخوا کارول کیږي او کیدای شي دا رنګ د خوشبیني او الهام بخښلو په موخه وکارول شي.

۷- زرغون رنګ: زرغون رنګ د تناسب او یو ډولوالي په مانا دی. زرغون رنګ تر هغه حد ارامونکی دی چې د لیدلو پر مهال سترګې تنظیم کولو ته اړتیا نه لري. دا رنګ د هماهنګي او اطمینان نښه ګڼل کیږي. د زرغون رنګ کیفیتونه دا دي: کلاس لرونکی، راحت بخښونکی او مډرن، مثبت ټیکي یې سوله، هماهنګي تازه والی، د چاپریال څخه پوهاوی خو منفي ټکي یې خسته کوونکی او خنثی. زرغون رنګ تر بل هر رنګ د انسان سترګې خوښاله کوي. دا رنګ انسان مهربان او زړه سواند شخصیت ښيي. دا رنګ کیدای شي د سټرس پر مهال یا وروسته تر هغه وکارول شي.

۸- نارنجي: دا رنګ د انرژي او ځواک غوښتنې سره مل دی ځکه د هرې ورځې پیل یعنی لمر خاته ورسره کیږي. کیفیتونه یې خلاقیت، انرژي، ښادي او ساعتېری، مثبت ټيکي یې رضایت، خلاقیت، اشتیاق او منفي ټیکي یې نابالغي او محرومیت دي. د دې رنګ ناسم تزئین د فکري ارزښت نشتون ښيي. روغتیا پالان او ارواپوهان په دې باور دی، هغوی چې د نارنجې تزئین څخه خوند اخلي خوشبینه، خوښاله، د انرژیو ډک او تل د تغییر بېلګې دي او د خطرونو لپاره چمتو دي او د یوې طریقې ژوند نه خوښوي. جاه طلب او محتاطه دي.

۹- سور رنګ: یا د رنګو ډک رنګ، سور د قدرت او جرات نښه ده، دا رنګ کولی شي پاملرنه جلب کړي. کیفیتونه یې مینه ناک، عاشقانه، ځواک او زړورتیا. مثبت ټیکي یې قدرت، زړورتیا او انرژي خو منفي ټیکي یې غوسه او غضب دي. سور د غلبې رنګ دی ځکه تر ټولو رنګونو اوږده څپه لري. سور تر ټولو خالص رنګ دی او د قدرت او ګرمي ښکارندويي کوي. سور یو نړیوال رنګ دی او د ټولو د خوښي وړ دی. سور د هغو لخوا کارول کیږي چې غواړي ځان ځواکمن وښيي او دا رنګ پاملرنه جلبوي.

۱۰- ګلابي: ګلابې رنګ لکه د ځمکني توت رنګ دی خو ارام ورکوونکی بلل کیږي. ګلابي رنګ ارامتیا ورکوي د موډ د سنتونو په اساس یو ښځېنه رنګ دی. کیفیتونه یې دا دي: ښځېنه توب، ځواني،بازیګوښي، ساعتېري، مثبت ټیکي یې مینه او عشق، روزنه، صمیمیت. دا رنګ د ارواپوهنې له نظره د پاملرنې وړ رنګ دی او د ښځېنو د احوال ښکارندويي کوي او د بشر بقا ده.  دا یو روزونکی رنګ دی. د ارواپوهانو له نظره هغوی چې ګلابي رنګ خوښوي ژوند ته خوښبینه او رومانټیک خلک دي او په ژوند د مهربانۍ قدر کوونکي دي. دا رنګ په میلمستیاو او ټولنیزو غونډو کې مناسبه رنګ دی ځکه د خوښالۍ حال له ځانه سره لري.

۱۱- سپین: سپین د پاکی رنګ دی. دا رنګ د بل هر رنګ سره کښېني او ټول رنګونه جذبوي. سپین رنګ خپل شاوخوا یو محافظتي مانع رامنځته کوي او اړیکه د نورو سره پرې ښيي. د ډاکټر د چپنې نه نیولې د ناوې د واده تر کمیسه هر څه سپین دي ځکه د پاکی رنګ دی او پاکي په ځان کې لري. کیفیتونه یې پاکي، بی ګناهي، اشرافي، مثبت ټیکي یې پېچلتیا او اخلاص او منفې ټیکي یې موانع یا خنډونه او سوړوالی دي. دا رنګ یو بشپړ انعکاس دی خو د تور په څېر موانع هم جوړوي او دا موانع بېلابېل دي. دا رنګ په ځان د نورو باور را ټولوي، د ازادي خوند اخلي او ژوند ته هیله مندي ښيي. دا یو خنثی رنګ دی او ډېر لږ نور د ځان نه لیرې کوي او شړي. که چیري انسان د ګناه احساس وکړي نو د سپین رنګ په سمبالښت دا احساس لیرې کولی شي، دا رنګ بخښني ته هڅوي.

پایله: دا د یولسو اصلي رنګونو رواني ځانګړتیاوي وې، څلور رواني رنګونه لکه سور، شین، ژړ او زرغون په ترتیب سره د بدن، ذهن، احساساتو تعادل ساتي او د دوی درې واړو د تعادل ساتلو اړیکه جوړوي. د موډ په صنعت کې د رنګونو د ارواپوهنې  د تاثیر څخه دا ډول کار اخیستل کیږي.