د عمران خان او ملګرو خلاف به یې ‘قانوني ګامونو’ واخیستل شي

د عمران خان او ملګرو خلاف به یې ‘قانوني ګامونو’ واخیستل شي

 د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې هیواد په لاهور ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پرېکړه شوې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه ملګرو او د تحریک انصاف ګوند غړو خلاف به قانوني ګامونه واخیستل شي.

د دغو اقداماتو لپاره د قانون پوهانو په غړیتوب یوه کومېټه هم جوړه شوې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې عمران خان، ملګرو او د ګوند غړو یې د وروستیو احتجاجونو پر مهال دولتي املاک او ودانۍ کلابندې کړې، اور یې وراچولی، په تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی او “پر ادارو یې بې بنسټه تورونه” لګولي دي.

هېره دي نه وي چې د عمران خان پلویان تېره اوونۍ تر هغې وروسته د پاکستان په ښارونو کې واټونو ته راوتل او د پوځ خلاف یې د شعارونو ترڅنګ پر تاوتریخوالي لاس پورې کړ چې پر نوموړي د پنجاب ایالت وزیر اباد ښار کې ډزې وشوې او هغه پر پښه ټپي شو.

عمران خان اوس خپل یوه اړوند روغتون کې بستر دی.