د سعودي ریاض ورځپاڼې د راپور له مخې د خوراکي موادو دا ۵۰۰ بستې ۳ زره سېل ځپلو ته وېشل شوي دي.
په راپور کې د مرستو د وېش د نېټې او ځای په هکله څه نه دي ویل شوي.
د دې مرستو د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په افغانستان کې مليونونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او نړيوالو ټولونو په وار وار سره د دې بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.