د زابل په مرکز کلات کې د ګازنیونې له امله دوه کسان مړه شوي دي

د زابل په مرکز کلات کې د ګازنیونې له امله دوه کسان مړه شوي دي

 

د زابل ولایت روغتیایي چارواکو د ګازنیونې له کبله د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. 

د زابل د عامي روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي رسنیو ته وویل چې مړه شوي کسان پلار او زوی دي چې د دای چوپان ولسوالۍ څخه مرکز کلات ته د تذکرې اخیستلو لپاره راغلي وو.

د راپورونو له مخې دغه دوه کسان چې په یوه خونه کې ګاز نیولي او بې هوښه شوي و، روغتون ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.