د خوږ خوند د تشخیصولو او معلومولو لپاره مصنوعي ژبه:

د خوږ خوند د تشخیصولو او معلومولو لپاره مصنوعي ژبه:

د سویلي کوريا څېرونکي په ۲۰۲۲ کال د یو داسي سیسټم په جوړولو بریالي شوي چې خواږه خوراکونه او خواږه خوندونه تشخیصوي.

د خوراک او څښاک شرکتونه اکثره وخت د خواږه خوراکونو د خوږوالي د اندازې په معلومولو کې له ستونزو سره مخ کیږي.

د  خوږو خوړو د خوږوالي د کچې معلومول سره له دې چې یو اسانه کار ندی، بل لورته د هغه کس روغتیا ته هم تاوان رسوي چې د دغو خوږو خوراکونو د خوږوالي کچه د ټاکل شوي معیارونو لپاره معلوموي.

د نوي رامنځته شوي سیسټم سره به تر ډیره حده دا ستونزه حله شي.

تر اوسه په دې سیسټم کې د خوند ازمایښت کوونکي پنلونه په ډېره دقیقه توګه نه شي کولای چې د خوږوالي کچه معلومه کړي خو ازمایښتونه پرې راروان دي.

د سیول پوهنتون استادانو تای هیون او سئونګهون هونګ، د یوې هڅې په ترڅ کې د باکټریاو په مرسته د انسان د ژبې د خوږوالي حساسي برخې کاپي کړي او د زرو د الکټروډ د یوې لایې یا پاڼې په ډول ټرانزیسټر یې جوړ کړی چې په هغه کې د نېنو کاربن پایپونه یا لولې سره تړل شوي دي.

په دې سیسټم کې د ازمابښت پر مهال د قند سکروز خواږه کوونکي محلولونه د الکټرونیکي  بهیراو جریان وروسته ثابت پاته کیږي او یا لږيږي چې د سکروز د ګاټه والي له امله الکټرونیکي بهير بدلون مومي. خو دا ټرانزیسټر د سلوبیوز یا بې خونده قند پر وړاندې کوم عکس العمل نه ښيي.

پوهان وايي دا نوې ژبه د پخوانیو بیوالکټرونیک سیسټمونو نه لس چنده حساسه ده.

ژباړه:

فریحه بارکزۍ