د امریکا متحده‌ایالاتو او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي دي

د امریکا متحده‌ایالاتو او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي دي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، محمد بن عبدالرحمن د قطر د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته د سفر پر مهال پرون له خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره د کتنې په ترڅ کې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې د دې کتنې ډېر جزییات نه‌دي راغلي.

امریکا قطر د افغانستان په مسایلو کې خپل یو مهم سټراتیژیک ملګری کڼي او وخت ناوخته د افغانستان په اړه داواړه لورې خپل اندېښنې سره شریکوي.