هغه پرون چهارشنبې اسراییل ته د سفر پر مهال وویل، چې اوس یې وخت رارسېدلی چې په غزه کې اوربند ټینګ او د حماس له خوا اسراییلي یرغمل آزاد شي.
دا د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د ښاغلي بلنکین اوم سفر دی.
ښاغلي بلېنکین پرون خبریالانو سره د خبرو پر مهال د غزې پر رفح ښار د اسراییل د پوځي عملیاتو پر یو داسي منظم پلان ټینګار وکړ چې هلته د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي.
د هغه په وینا، واشنګټن به د دغسې یوه پلان په نه موجودیت کې په دې ښارکې د پراخو پوځي عملیاتو ملاتړ ونه کړي.
خو اسراییل بیا بیا ټینګار کوي چې دغه عملیات به سرته ورسوي ترڅو په وینا یې د حماس پاتې وسله وال بشپړ له مینځه یوسي.