داسي ځیرک ساعت چې د ویني د شکرې کچه معلومولی شي

داسي ځیرک ساعت چې د ویني د شکرې کچه معلومولی شي

یوې جاپاني کمپنۍ داسي یو ځیرک ساعت جوړ کړی چې د کومې بلې وسیلې د اړتیا پرته په یوازي سر د ویني د قند اندازه معلومولی شي. د دې ساعت ظاهري بڼه اپل واچ یا ساعت ته ورته ده.

د Quantum Operation INC په نامه چاپاني شرکت خپل دا اغوستونکی محصول تېر کال د CES2021 په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړ چې کولای شي ځینې طبي ستونزي د ټکنالوژۍ په مرسته رابرسیره کړي.

دا ځیرک ساعت د لاس د بند له لارې د انسان د شکر اندازه معلوموي، یعنې وینه لومړی اسکن کوي او د محاسبې وروسته یې د شکر کچه معلوموي.

د شکر د اندازې سربېره ځینې نور حیاتي علایم لکه د زړه ضربان او د زړه ګراف هم معلمولای شي. په دې ساعت کې داسي اولیه مواد ځای په ځای شوي چې د روښانېدو سره سم په کار پیل کوي او د ۲۰ ثانیو وروسته د ویني د قند کچه ښودل کیږي.

د Quantum Operation INC شرکت د اعلان له مخې، دا ساعت به په نېږدې راتلونکي کې په روغتونونو کې وکارول شي او همدا ډول د ځینو تحقیقي او څېړنېزو موضوعاتو لپاره به هم کار ترې واخیستل شي.

ژباړه:

فریحه بارکزۍ