داسي حس کوونکی چې د کوچنیانو د ډبېدو خبر ورکوي:

داسي حس کوونکی چې د کوچنیانو د ډبېدو خبر ورکوي:

د چين او سویلي کوریا څېړونکو داسي یو اپلیکیشن او حس کوونکی جوړ کړی دی چې په مرسته یې د خطر پر وخت خبرداری ورکول کیږي.

دا د حرکت او تنفس یا سا اخیستلو سیګنال هغه وړه ټوټه ده چې د مبایل له لاري خبرداری ورکوي.

په دې نوښت کې د مفصلونو حرکتونه او د بدن نور مهم غړي سیګنالونه لیږدوي، که څه هم د اوبو لاندې د حرکت اوحالت تشخیص کوونکي حسي سیسټمونه له ډېر پخوا شتون درلودل خو دا حس کوونکی سیسټم د دې وړتیا لري چې د سا اخیستلو کچه معلومه کړي او د ځیرکو الکټرونیکي وسایلو سره وصل شي او په بې سیم ډول، د اپلیکیشن له لارې خبرداری او سیګنالونه ولېږدوي.

پوهانو د دې سیسټم د جوړولو لپاره یو ټوټه پلاسټر د ګرافین اوکسایډ او هایډرونیک اسیډ په محلول کې د اېښولو وروسته د انسان د ګوتې سره ونښلول چې د اوبو لاندي د اندازه کولو وړ یو الکټرونیکي عکس العمل یې وښود او وروسته د سیسټم سره وصل او د اوبو لاندې د حرکت او تنفس د تشخیص او معلومولو په سیسټم بدل شو.

 دا سیسټم  په بې سیم ډول عکس العمل د ټیلیفون اپلیکیشن ته لېږدوي چې په دې توګه کولای شي د کوچنیانو د ډبېدو خطر کم کړي.

ژباړه:

فریحه بارکزۍ