امریکا له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو نوې مرسته اعلان کړه

امریکا له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو نوې مرسته اعلان کړه

د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکېن لیکي چې د متحدایالتونو دا مرسته په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بشري مرستو د غوښتنې په ځواب کې کېږي او د نړیوالو مرستندویو ټولنو له لارې به ترسره شي

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په تېر یو کال کې څو ځلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له مرستندویو هېوادونو یې د مرستې غوښتنه کړې