اسلامي دولت یا داعش ډلې منلې ده چې مشر یې په دې وروستیو جګړو کې وژل شوی دی

اسلامي دولت یا داعش ډلې منلې ده چې مشر یې په دې وروستیو جګړو کې وژل شوی دی

د دغې سخت دریځې ډلې ویاند پرون په یوصوتي پیغام کې د خپل مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه تایید کړه خو د څرنګوالي په اړه یې نور جزیات ورنکړل.

اسوشیتید پرسد د امریکا پوځ په حواله لیکي، القریشي د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د سوریې د یاغیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

دا د داعش سخت دریځې ډلې دوهم مشر دی چې په روان کال کې وژل کېږي.

تر هغه مخکې د دې ډلې پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د امریکت له لورې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د فبروري میاشتې په یو برید کې وژل شوی و.