Archive for Category: NEWS

روسیې له اوکراین سره د ۵۰ ماشومانو د تبادلې خبر ورکړ

د روسیې د ماشومانو د حقونو کمېشنرې ماریا لووا بیلووا پرون وویل چې د یو تړون له مخې به نهه ویشت ماشومان اوکراین ته وسپارل شي او نولس به روسیې ته واستول شي. لووا بیلوا زیاته کړه چې دا موافقه په دوحه کې له اوکرایني لورې سره د خبرو...

Read More

ا.ا وايي د اړیکو د کمسیون په مرسته یې ۸۳۹ پخواني افغان چارواکي بېرته هېواد ته راوستي دي

د باختر اژانس د راپور له مخې، له افغان شخصیتونو سره د ا.ا د اړیکو کمېسیون پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا په بهر کې له مېشتو افغانانو چې په تېر حکومت کې یې نظامي او ملکي دندې ترسره کړي ، غوښتنه کړې چې په ډاډه...

Read More

هرات کې د ا.ا چارواکي وايي د افغان سوداګرو ریل ګاډۍ د ځینو مراحلو د بشپړولو له کبله درولې شوې ده

په هرات ولایت کې د ا.ا چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران د افغان سوداګرو له مالونو ډک رېل ګاډۍ ته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس د دوشنبې په ورځ رسنیو سره خبرو کې ویلي، دا ریل ګاډۍ...

Read More

یوناما: په افغانستان کې مو درې زره کیلو متر مربع مځکه له ناچاودېدليو توکو پاکه کړه

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر خپل ایکس پاڼې دغه څرګندونې نن دوشنبه د ماینونو په وړاندې د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د اپریل په ۴مه لمانځل کیږي، کړي دي. یوناما داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې پرون ماپښین د غزنې ولایت د...

Read More

د هرات ولایت محلي چارواکو د دغه ولایت زلزله ځپلو ته لسهاوو کورنه سپارلې دي

د هرات ولایت د والي ویاند نثار احمد الیاس پر خپل ایکس شبکې لیکي چې د انجیل ولسوالۍ زلزله ځپلو ته ۸۰ کورونه سپارل شوي دي. تېر کال د اکټوبر په ۷ مه یوې زورورې زلزلې د هرات ښار ولړزاوه چې د ملګرو ملتونو او څو نورو سازمانونو د...

Read More

افغاني سرې میاشتې ۲۵ په زړه سوري ماشومان د کابل روغتونونو ته معرفي کړي دي

سرې میاشتې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دې ناروغانو د تداوۍ لګښت یې په غاړه اخیستی دی. دغه خیریه بنسټ ادعا کړې چې په تېر څه باندې یو نیم کال کې یې نژدې ۳ زره هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغي یې لرله په...

Read More

د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه بللې ده

خواجه محمد آصف د مارچ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده. نوموړي د افغانستان پر حاکم حکومت تور پورې کړی دی، چې په افغانستان کې د وسله‌والو له “پټنځایونو خبر ده” خو د پاکستان پر ضد آزاد بریدونو...

Read More

فراه ولایت کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د راټولونې پروکرام پیل شو

د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې ۸۵ تنه د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته وړل شوي دي. د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وايي، د دې پروګرام په بهیر کې به له فراه ښار او ټولو ولسوالیو څخه معتادین راټول او د معتادینو...

Read More

غزني کې په یوه ترافیکي پېښه کې اته تنه مړه شوي دي

د دې ولایت سیمیز چارواکي وايي، پېښه پرون ناوخته د اندړ ولسوالۍ په ناني سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي بس د کابل کندهار پر لویه لاره له یوه باروړنکی مازدا سره ټکر وکړ. د راپورونو له مخې دواړه موټران له غزني څخه د...

Read More

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، د افغانانو لپاره وړیا کورسونه پیلوي

دغه سفارت پرون پر خپل ایکس شبکې لیکلي چې لوړو زده کړو ته د افغانانو د لاسرسي د ملاتړ د پروګرام له لارې په سوداګرۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ، ساینس، روغتیا او حقوقو کې روزنیزې دورې پیلوي. د سفارت له  قوله د دغه پروګرام په مرسته افغانانو ته  د انلاین روزنې...

Read More