WHO: هر افغان ماشوم بايد د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسين شي

WHO: هر افغان ماشوم بايد د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسين شي

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي،د پولیو له منځوړلو لپاره مهمه ده چي په افغانستان کې کوچني ماشومان په هره دوره کي واکسین شي.

WHO پرون په یوه ټویټرپانه کې ویلي، پولیو یوه وژنکي ناروغي ده خو یوازې هغه مهال دا ناروغې له منځه تللې شي چې له پنځو کلونو ټول کم‌عمره ماشومان په هر کمپاین کې د پولیو پر ضد واکسن شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دې کار سره یوازې خپل ماشومان له دې ناروغۍ نه ساتئ بلکې د یوې سالمې او خوندې ټولنې په رامنځته کولو کې هم مرسته کوئ.

د پولیو ضد د واکسین په هغه کمپاین کې چې په تېره جنوري میاشت کې د افغانستان په شاوخوا پنځلسو ولایتونو کې ترسره شو، له پنځو کلونو کم‌عمره ۵،۳ ملیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکړل شوې.

په افغانستان کې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې خو سږ کال تر اوسه د پولیو هیڅ یوه پېښه نه‌ده ثبت شوې.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا تېر کال پاکستان کې د پولیو۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.